دهند په مغولي امپراتورۍ کې

دهند په مغولي امپراتورۍ کې
ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
مبارکه جمعه (جمعه) ١ / ٠٣ / ٢٠١٣
Sapi’s Center for Pashto Research & Development (Pashto)

دهند په مغولي امپراتورۍ کې په زرهاؤ پښتانه منصبداران ، واليان ، جاګيرداران وو چې هغه امپراتوري يې پريښو درولې وه . چې دافغان اشرف او مغل په کتاب کې دهغوى نومونه او فهرستونه چاپ شويدى .

نظام جوړول او سوله راوستل دپښتنو خوښ دى خو دکتابونو په حواله ددوى دې خبرې ته اهميت نه ورکوي چې دنظام په سرک ېبايد پښتون دريدلى وى مګر دا چې دوى دهمدغو نظامو له پلوه وټکول شول کوم چې ددوى دمټو په زوړر جوړ شوى وو په ١٤٤٤ م اسلام خان لودي دسلطان بهلول لويد تره يو ولايت جوړ کړ چې مرکز يې ست پور ؤ چې ټول لمايا بهاولپور په کې شامل ؤ دلودي ددې څانګې حکومت تر ١٧٠٠ پورې دوام وکړ . پنجاب ، خوشاب کې پښتانه په کرنې بوخت شول دپنجاب په ګرداس پور کې کافى ډير پښتانه ميشته وو کا کازو په تجارت لاس پورې کړ . همدغه راز دامر تسر په بيلو بيلو برخو کې پښتانه هستوګن شول .

ميانوالې ته پښتانه په يوولسمې پيړۍ کې راغلي وو که څه هم سلطان محمود وليږدول . مګر يوسل پنځوس کاله وروسته ، نيازى ، پښتانه بيرته دلته ځاى په ځاى شول . ايسا خيل هم راغلل په کال ١٥٤٠ م کې کله چې دسلطان محمود غوري سلطنت ؤ ډير پښتانه هندوستان ته راغلل ګوهانان جهجر کې ميشته شول او دغه پښتانه زياتره کاکازي او غورياني وو افغانان دسلطان سکندر لودي په وخت کې لوديانې ته راغلل دسلطان سکندر دوه جنرالانو محمد يوسف او نهنګ خان دپښتنو ملاتړ کاوه . شپاړسمې پيړې کې پښتانه بنګال او بيهار ته رسيدلي وو په ١٥٦٣ م کال کې ميرزا سليمان کړيانې دبنګال او بيهار خپلواکي اعلان کړه او دى دبنګال او بيهار مشر شو چې په دغه وخت کې زيات پښتانه دلته ميشته شول . دافغانانو ميشته کيدل په راجستان جهاز پور ، هندوون ، ايټنډا ، اجمير ، دنګان پور او نور هند کې ځاى په ځاى کيدل چې ١٤٨٢ ع کې لودي سلطنت جوړ شو .

داسې ښکاري پښتانه پرته له دې چې کوم خاص هدف ولري له خپلو غرنيو سيمو څخه دهند په لوري خوځيدل مګر يو وخت ددوى دې خبرې ته پام شو چې دهند په لويه اباد ۍکې دوى ډوبيږي نو ځکه احمد شاه بابا دکندهار مرکزيت ټينګ کړ . د هند پښتانه دپيړيو په ژوندانه کې يې خپله ژبه او کلچر له لاسه ورکړ . نو ځکه پښتانه پاتې نه شول دتاريخ له بيان سره سم اوس په هند کې ښايي ترپنځوس ميليونو رسيدلي وي .

پښتون يوازنى قوم دى چې دغلامۍ دوره يې نه ده تيره کړى او دغه قوم دمارکس دپنځه دورو فارموله ماته کړيده دمارکسيستانو په عقيده پښتانه سم فيوډالي دورې ته را تير شوى چې ددغه مطلب ذکر مخکې راغلى دى . مګر کومه ملي موضوع چې دهوتکو او بيا داحمد شاه بابا په دوره کې ليدله کيږي دظلم او تيرى په مقابل کې دپښتنو په مشرۍ دبيلو ، بيلو قومونو يوځاى کيدل دي . کوم چې افغانستان ، ايران او هندوستان کې رامينځ ته شوي وو داسې چې په ايران کې عرب ، زردشتيانو ، کردانو ، امرمنيانو اوسني مذهبو ، بلوڅو ، په هند کې مسلمانانو په شمال کې تاجکيو ، ازبکو ترکمنو او نورو په افغاني لښکرو ااو اداره کې برخه درلوده چې افغاني نظامونه يا دولتونه ترې جوړ شوى ددې خبرې توضيح يا څرګندونه ګرانه ده چې پښتانه بې تعصبه خلک دي داصولو رعايت کول ، ميړانه او ځوانمردي او احمد شاه بابا سلطنت دهر چا دپاره دامن او عدالت مرجع وه . پښتانه په خپلو سيمو کې نورو ته څيب ورکوي او هغوى له دښمنانو ساتي . دمثال په ډول که تاسو يثوې پښتنې سيمې ته لاړ شي ستاسو دسر او مال ساتنه دهماغه قوم پر غاړه ده چې تاسو ورسره اوسيږي . دغه تامين دپښتنې دولت له پلوه هم ورکول کيده چې اوسنۍ نړۍ کې دغه خبره په مشکل سره عملي کيداى شي .

Source: http://www.scprd.com/paos_show.php?id=2242

© www.kakazai.com