Sign in
  • Home
  • History
    • FAQs
      • FAQs – General
      • FAQs – Out of KPK
    • Family Trees
    • Laghman
    • Bajaur
    • Maps
    • Videos
    • Culture
  • Library
    • Books
    • Excerpts
    • Links
    • Videos
  • Articles
    • Urdu
    • Pashto
    • English
  • Community
    • Programs and Services
      • Matrimonials
    • News
  • Associations
    • Peshawar
    • Lahore
    • Islamabad
  • Gallery
    • Laghman
    • Bajaur
    • Photostream
    • Notables
    • Official Images
      • Local Logos
      • Khel Logos
    • Maps
    • Videos
  • Contact us
Sign in
Welcome!Log into your account
Forgot your password?
Password recovery
Recover your password
Search
49.4 F
San Francisco
Tuesday, March 28, 2023
  • Sign in / Join
  • Contact us
Sign in
Welcome! Log into your account
Forgot your password? Get help
Password recovery
Recover your password
A password will be e-mailed to you.
Kakazai / کاکا زي / کَکا زي / کاکا زَئی / کَکے زَئی (a.k.a. Loye / Loi Mamund / لوئے مَاموند / لوی ماموند)
  • Home
  • History
    • FAQs
      • FAQs – General
      • FAQs – Out of KPK
    • Family Trees
    • Laghman
    • Bajaur
    • Maps
    • Videos
    • Culture
  • Library
    • Books
    • Excerpts
    • Links
    • Videos
  • Articles
    • Urdu
    • Pashto
    • English
  • Community
    • Programs and Services
      • Matrimonials
    • News
  • Associations
    • Peshawar
    • Lahore
    • Islamabad
  • Gallery
    • Laghman
    • Bajaur
    • Photostream
    • Notables
    • Official Images
      • Local Logos
      • Khel Logos
    • Maps
    • Videos
  • Contact us
Home Articles پر هغو پښتنو چې په پښتوژبې نه غږیږي اودهغو پښتو ژبو پښتنو...
  • Articles
  • Pashto

پر هغو پښتنو چې په پښتوژبې نه غږیږي اودهغو پښتو ژبو پښتنو ترمنځ چې په پښتو ژبې غږیږي دیووالي او د یوه پله او اړیکو د جوړولو غږ

July 22, 2005
Facebook
Twitter
Google+
Pinterest
WhatsApp
Linkedin
ReddIt
Email
Print
Tumblr
Telegram
Mix
VK
Digg
LINE
Viber

    پر هغو پښتنو چې په پښتوژبې نه غږیږي اودهغو پښتو ژبو پښتنو
    ترمنځ چې په پښتو ژبې غږیږي دیووالي او د یوه پله او اړیکو د جوړولو غږ

    لیکوال : علي خان

    په پښتو کې یو متل او پخوانۍ خبره ده چې وايې : “پښتون تل پښتون دی.”

    له بده مرغه دلته دپښتو ژ بې ځینې ویونکي پښتانه شته چې ځانونه اصلي پښتانه ګڼي او دوی هغه پښتانه چې په پښتو ژبه خبرې نه کوي خو نسلا پښتانه دي اصلي پښتانه نه ګڼي .

    ۱- دوی ادعا کوي چې دوی ځکه اصلي پښتانه دي چې په پښتو ژبه خبرې کوي .
    ۲- دوی وايي پښتانه باید اروپا یې ځانګړتیاوې او روښانه پوست او جلدونه ولري .

    دوی پردې خبره هم ټینګار کوي چې د پښتنولپاره باید یوازې د(پښتون )کلمه وکاروله شي او هیڅکله هم دپښتنو اوپښتون لپاره د(پټهان )کلمه ونه کاروله شي سره له دې چې د دوی د خوښې اروپایي یا برتانوي تاریخپوهان چې دوی ورسره مینه لري او دهغو ی دکتابونو نه له ما خذونو او نقل قولونو نه هم ګټه اخلي هغوی هم د پښتنو لپاره دپټهان کلمه کارولې ده . د دوی په ذهنونو کې یوازې داصلي پښتنو پیژندنه په اروپايي ځانګړتیاو و یا روښانه پوستکي سره کیدای شي چې ددوی دا خبره نه یوازې د منطق اوسم قضاوت پر خلاف ده ، بلکې د افغانستان دلرغونی تاریخ له پلوه هم سمه خبره نه ده ، ځکه چې ډیر شمیر دغه پښتانه دافغانستان اوسیدونکي دي او ځانونه په هغه هیواد پوري تړلي ګڼي .

    هغه پښتانه چې ځانونه دپښتو ژبې ا صلي ویونکي پښتانه بولي دې حقیقت ته پاملرنه نه کوي چې ډیر شمیر پنجابیان ، هندکیان او سکهان چې په خیبر پښتونخوا (KPK)، فاټا ( FATA) او ان په افغانستان کې اوسیږي هم د پښتو ژبې ویونکي دي او دوی هیڅکله پښتانه نه دي ځکه چې دوی په خټه پښتانه نه دي او نه هم دپښتنو په کوم ټولنیز ګروپ ،ټبر، خیل او زي پورې اړه لري او نه هم د قیس عبدالرشید بابا اولاده ده چې د پښتنو پلار او مشر نیکه ګڼل کیږي .په زړه پورې خبره خو لا دا ده چې دغه پښتانه چې ځانونه ته اصیل پښتانه وایي کله چې په لویدیز یا بل هیواد کې ځای پر ځای شي نو اولادونه یې تر څو نسلونو وروسته په پښتو ژبې خبرې کول هم پریږدي . تر هغه ځایه چې د اروپايي ځانګړتیاوو یا روښانه پوست پو ستکو ددرلودلو خبره ده دوی ټول باید د سویل ختیز افغانستان یا جنوبي خیبر پښتونخوا (KPK) نه لیدنه وکړي اوددې خبرې شاهدان اوسي چې په هغه سیمه کې څومره تور بخون پښتانه شتون لري چې د کشمیر یا نو یا سیدانو په پر تله یې رنګونه ډیر تور بخون دي . سربېره پردې، دوی دغه تاریخي حقیقت هم په پام کې نه نیسي چې ډیرشمیر پښتنو سو بمنانو ( فاتحینو) د پښتو ژبې پر ځای په فارسي ژبه خبرې کولې او فارسي په هغه وخت کې علمي ، متمدنه او رسمي ژبه ګڼله کیدله لکه نن ورځ چې انګریزی ژبه ګڼله کیږي او ټول خلک غواړي په انګریزي ژبه خبرې وکړي او زده یې کړي .

    په بل عبارت په پښتو خبرې کول یاد اروپايي ځانګړتیاوو یا روښانه پوستکي درلودل د یو چا د پښتون کیدلو سره هیڅ تړاو نلري .کیدای شي چې دسیمې داوسیدو له کبله دیوه پښتون په ژبه کې بدلون راشي ، خو دیوه پښتون په نسب کې چې هغه په کوم پښتون خیل ، زي او ټبر پورې اړه ولري او دقیس عبدالرشید بابا اولاده وي په هغه کې کوم بدلون نه شي راتلی.

    محمود غزنوي او شهاب الدین غوري دواړه ترک توکمه سوبمنان ول او نور افغان / پښتانه سو بمنان ( فا تحین )ول . (وګورئ ما ان د نورو هغو پښتو ژبو چې پښتو نه وايي لکه: غلام محمد، ايوب خان، جهانګیر خان، عمران خان، عامر خان، سلمان خان او دلیپ کمار ) د نو مونو یادو نه ونکړه.

    دحیرانتیا وړ خبره ده چې هغوی چې ځانونه اصلي پښتانه او دپښتو ژبې ویونکي ګڼي ددې سره مینه لري چې دخپلو پښتنو اتلانو په څیر د محمود غزنوي او شهاب الدین غوري داتلولیو کیسې خپلې وګڼې ، سره له دې چې محمود غزنوي او شهاب الدین غوري دواړه ترک توکمه ول ، حال داچې هغوی چې ځانونو ته اصلي پښتانه واییي په بې پروایۍ سره دا حق ځانته ورکوي چې د هغو پښتنو نه انکار وکړي چې پښتانه دي ،خو په پښتو ژبه خبرې نه کوي .

    آیا دا ‘اصلی’ پښتانه او دپښتو ژبې ویونکي ددې خبرې نه انکار کولی شي چې محمود غزنوی او شهاب الدین الدین غوري د پښتنو په تاریخ کې ونډه نه درلودله ؟

    ایا دوی باید په حقیقت کې د خپل تاریخ او د دوی د زړورتیا له کیسو نه انکار وکړي ، دکومو لپاره چې هغوی مشهور دي.

    یو څوک چې د افغانستان دلرغونی تاریخ او دهنددنیمې وچې ( برصغیر)د تاریخ په اړوند څیړنه او مطالعه کوی یوازې دېته اړتیا نلری چې یوازې داروپایي او انګریزي لیکوالا نو ، ختیز پیژندونکو او تاریخ پوهانو لکه : Olaf Caroe ، Denzil Ibbetson، Horace A. Rose، Edward Douglas Maclagan پر تاریخي لیکل شوو کتابونو اود سرشمیرنې پر راپورونو تکیه وکړي ، بلکې د اصلي او پښتنو لیکوالانو، تاریخپوهانو او یون لیکونکو لکه: (پیر معظم شاه، محمد حیات خان، خان روشن خان او ډاکټر لطیف یاد) هغه څیړنې او کتابونه هم ولولي چې دپښتنو دقبیلو په اړوند یې کړي دي او دهغو پښتنو قبیلو، خیلونو او ټبرونو دستونزو نه ډکو مهاجرتونو حالات یې هم بیان کړي دي چې له خپلو اصلي سیمو نه بېځایه شوي دي او هغو سیمو ته لیږدیدلي دي چې غیر پښتانه پکې میشته دي.

    دلته زه یوازې تاسو ته یو مثال او بېلګه راوړم.کله چې په 1881 زیږدیز/میلادي کال کې کې یو انګریز افسر Denzil Ibbetson د وګړو د سرشمیرنې دچارو او عملیاتو لپاره په پنجاب او شمال لویدیز سرحدي ایا لت ( اوسنی خیبر پښتونخوا) کې د سرپرست مرستیال په توګه ټاکل شوی و په خپل یوه راپور کې چې په 1883زیږدیز/میلادي کال کې یې لیکلي و وایی چې : ” دهغو خلکو درواجونو ، دودونو او عقاید و په اړوند بې پروايي چې موږ دهغو په مینځ کې اوسیدلو په ځینو مواردو کې دمنلو وړنه ده . زموږ دغه بې پروایۍ نه یوازې اروپایي ساینس اوپوهې ته چې ورته اړتیا لیدله کیدله زیان ورواړاوه ، بلکې زموږ اداري ځواک یې هم کمزوری او دلاسه ورکړ”.

    هغه د “پنجاب او شمال لویدیز سرحدي ایا لت د تو کمونو او قامونو په اړوند د LZ د دریم ټوک په ” 219″ مخ کې د پټهانا نو ( پښتنو ) په تفصیل کې دا رنګه درواغ لیکلي هغه داچې :”په پنجاب کې دټولو هغو توکمونو په پرتله چې موږ ورسره اړیکي لرو پښْتانه تر ټولو زیات وحشيان دي . که څه هم د هغوی ژوند د جپسي قبیلو( جټانو ) په څیر ابتدایي نه دی، خو هغوی تر ډیره حده ویني څښونکي ، خونړي ، ظالمان او خشن خلک دي. “

    هغه انګریز په دې حقیقت نه پوهیږي چې رښتیا څه دي اوپه دې هم نه دی خبر چې دافغانانو او پښتنو دایماندارۍ او ددوی د رښتینوالی په اړوند په ګاونډیانو کې ددوي په اړوند متلونه جوړ شوي دي، هغه په خپل دې ډول خبروسره دپښتنو سره دښمني ښیی او پر دوی باندې دشا له خوا ګوزار کوي .

    ډینزیل ابیبټسن او د هغه یو شمیر همکارانو د پښتنو په اړوند د دغه ډول دتعصبونو ډکو قضاوتونو سره، خپل کتابونه ، مواد اود سرشمیرنې راپورونه دحقایقو پر خلاف ولیکل او د نوي ساینټیفیک او علمي توکم پالنې پر بنسټ یې دبریتانوي واکمنۍ اجنډا ته دچوپړ په موخه او دهغوی دخوشالۍ لپاره یې دد وی دخوښې توکمونو ته مکافات او هغه توکمونه چې ددوی خوښ نه ول دمجازاتو پالیسي یعنې (دویش او سوبې ستراتیژ ي) او پالیسي رامینځ ته کړه . دې کار د ځینو قبیلو لپاره څو لسیزې وخت ونیوه څو په دولتي او سرکاري اسنادو کې خپل تاریخ او قومیت سم کړي ، خو زیانونه ترسره شوي وو، خو دا پشتانه قبا یل چې پر خپل ټوپکونو او خپل پښتون میراث پورې کلک نښتي دي دبرتانوي چارواکو له خوا په قصدي توګه د غیر عا دلانه چلند سره مخامخ شوي دي .

    له همدې کبله ، دغه په اصطلاح د پښتو ژبې اصلي ویونکي دې ته اړتیا لري چې دهغو پښتنو په وړاندې چې په پښتو خبرې نه کوي د تبعیض او د منافقانه دوه ګوني معیار ونه نه کار اخیستل ودروي چې ګواکې اصلي بښتون هغه څوک دي چې یوازې په پښتو ژبه خبرې کوي او یاهم سپین رنګ او پوستکی لري.

    دوی باید د دې حقیقت ستاینه وکړي چې دا د اوسنیو پښتنو نسلونه چې په پښتو ژبه خبرې نه کوي غلطي او ګناه نه ده چې مشران ېې دپښتو ژبې ویونکي ول او دوی دخپلو اصلي سیمو نه مهاجرت ته اړشوي دي یا په نورو دلایلو سره یې اولادونه او لمسیان په هغو سیمو کې چې دغیر پښتنو سیمې دي او دوی پکې اوسي دخپلو پلرونو او نیکونو سره ژبني او کلتوري اړیکي له لاسه ورکړي دي . دغو پښتنوسره چې دلسیزو او پیړیو راهیسې په غیر پښتني سیمو کې اوسي باید د پوستکي او رنګ دتبعیض پر ځای دوی ته کریډیټ ورکړل شي چې دوی دخپلو پښتنو نیکونو ، خپل کلتوراود خپلو نیکونو دویاړلي میر ا ثونو سره دزړه له کومې مینه کوي.

    لنډه داچې اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې هغه پښتانه چې په پښتو ژبه خبرې کوي دوی باید د پښتنوالی دځینو بنسټیزو اصولو نه په ځانګړې توګه میلمستیا (میلمه پالنې )، ایما نداري (صداقت) او ننګ (عزت) نه پیروي وکړي او خپل ذهنونه ، زړونه او خپلې غیږې هغو پښتنو ته پرانیزي چې په پښتو ژبه خبرې نکوي (پرته له دې چې دغه پښتانه د پښتو ژبې پرته په پنجابی، سرا ئیکي، انګرېزي، هند کو ، بلوچي او یا په نورو ژبو غږیږي ) .پښتانه باید تر دغه شعار لاندې چې “په یووالي کې مو ځواک دی ” یو پل جوړ کړي او په بشپړ یووالي سره دټولو پښتنو د پرمختګ او دیوه پیاوړي پښتون ملت دجوړولو اوښې او روښانه راتلونکې پرلور ددوی پرمختګ ته وده ورکړي.اوس هم ناوخته نه دی اودوی باید تل داخبره په یاد ولري چې “پښتون تل پښتون دی.”

    © عؔلی خان – Ali Khan – www.AliKhan.org/book.pdf

    علي خان په اردو او انګریزۍ ژبو لیکنې کوي او په امریکا کې د کاليفورنیا په مرکز کې استوګنه لري .

    • TAGS
    • Kakazai
    • Kakazai Logo
    • Kakazai Pashtuns - United We Stand Logo
    • Kakazai Pashtuns Coat of Arms
    • Kakazai Pashtuns Combined Logo
    • Kakazai Pashtuns Emblem
    • Kakazai Pashtuns Flag
    • Kakazai Pashtuns Logo
    • Khulozai
    • Loi Mamond
    • Loi Mamund
    • Loye Mamond
    • Loye Mamund
    • Maghdud Khel
    • Mahmud Khel
    • Mahsud Khel
    • Pakhtuns
    • Pashtuns
    • Pathans
    • Tarkalani
    • Tarkani
    • Tarkanri
    • Umar Khel
    • Yusaf Khel
    • پٹھان
    • پختون
    • پشتون
    • پښتو ژبو پښتنو ترمنځ چې په پښتو ژبې غږیږي دیووالي او د یوه پله او اړیکو د جوړولو غږ، Daulat Khel
    • تر کلا ڼي
    • ترکانڑي‎
    • ترکانڑی
    • ترکانی
    • ترکاڼي
    • ترکلانی
    • خلو زئی
    • دولت خیل
    • عمر خیل
    • کاکا زئی
    • کاکا زي
    • کاکازي
    • ککا زئی
    • ککا زي
    • ککازي
    • ککے زئی
    • ککے زي
    • ککےزي
    • لو ئے ماموند
    • لوئی ماموند
    • محسود خیل
    • محمود خیل
    • مغدود خیل
    Facebook
    Twitter
    Google+
    Pinterest
    WhatsApp
    Linkedin
    ReddIt
    Email
    Print
    Tumblr
    Telegram
    Mix
    VK
    Digg
    LINE
    Viber
      Previous articleA call to build bridges between the non-Pashto-speaking Pashtuns and Pashto-speaking Pashtuns for the sake of Unity
      Next articleAbout Us
      Administrator

      RELATED ARTICLESMORE FROM AUTHOR

      Articles

      The Kakazai (Loi Mamund) Pashtuns of Punjab are only Pashtuns – A response to Asir Ajmal’s controversial theory

      Kakazai (Loi Mamund) Pashtuns' Areas - From Past to Present
      Articles

      پنجاب کے کاکازئی (لوئی ماموند) صِرف اور صِرف پشتون ہیں – آسر اجمل کی متنازعہ تھیوری کا جواب

      Articles

      1950 – پښتنی قبيلې – عبداللطيف طالبی

      NEWSLETTER

      Facebook
      Twitter
      YouTube
      LinkedIn
      Instagram

      POPULAR POSTS

      video

      Kakazai Pashtuns background in Urdu (Video)

      Library Administrator - June 24, 2018

      Khel Logos

      Gallery May 10, 2020

      پشتو میں معنوی اور تاریخی کتابوں کے اعتبار سے کون سے ہجے درُست ہیں؟

      FAQs May 14, 2020
      Maps - Swat Buner and Bajaur - From the Black Mountain to Waziristan - by Colonel H. C. Wylly - Published in 1912

      Maps – Swat Buner and Bajaur – From the Black Mountain to Waziristan – by Colonel H. C. Wylly – Published in 1912

      Bajaur June 17, 2013

      A call to build bridges between the non-Pashto-speaking Pashtuns and Pashto-speaking Pashtuns for the sake of Unity

      Articles July 22, 2005

      POPULAR CATEGORIES

      • History80
      • Library51
      • Urdu47
      • Gallery47
      • Excerpts36
      • Articles36

      MY FAVORITES

      Articles

      پښتانه څوک دی؟

      Administrator - May 15, 2020
      Gallery

      Khel Logos

      Administrator - May 10, 2020
      Excerpts

      Maps – Dara Kakazai (Watelai or Mamund Valley) in Bajaur – from “The story of the Malakand field force: an episode of frontier war”...

      Administrator - May 12, 2020
      Bajaur

      Maps – Tarkalanri in Tribal Locations of the Pathans – The Pathans 550 BC-AD 1957 – by Olaf Caroe – Published 1958

      Administrator - June 17, 2013
      The Kakazai (Pashto: کاکازي / ککےزي / ککازي‎, Urdu, Persian: کاکازَئی / کَکےزَئی / کَکازَئی‎), also known as Loi or Loye Mamund (Pashto: لوی ماموند‎; Urdu: لو ئے / لوئی مَاموند‎), a division of the Mamund clan, are part of the larger Tarkani (ترکاڼي) tribe who are primarily settled in Bajaur Agency, Pakistan but originally hailed from the Laghman province of Afghanistan. However, it has grown and scattered around to such an extent that it is recognized as a tribe of its own.
      Contact us: [email protected]
      • Copyright
      • Privacy Policy
      • Disclaimer
      © Copyright © 2005 - Kakazai Pashtuns (Official). All rights reserved.
      Reproduction in whole or in part without permission is prohibited.
      ResponsiveVoice-NonCommercial licensed under 95x15
      MORE STORIES
      Articles

      قوم پرستی – جاہلیت کی پکار

      Administrator - December 3, 2018
      قوم پرستی - جاہلیت کی پکار تحریر: محمد عاصم آج پاکستان میں ایک سوچی سمجھی سازش کے تحت پاکستان کے باسیوں کو قوم پرستی کی دلدل...